امريکا په افغانستان کې د جګړې د دوام اشاره وکړه

« سرليکنه »

د امريکا ولسمشر اوباما په خپله وينا کې ، چې په واشنګټن کې يې کوله ويلي وو، چې د ۲۰۱۴ پورې به له افغانستانه د امريکا په شمول ټول بهرني پوځونه ايستل کېږي او دا ايستل شوو پوځونو ځای به په افغاسنستان کې نوی روزل شوی پوځ نيسي ، چې افغان پوځ د فرانسوي تجربه لرونکو استادانو لخوا روزل شوی او د هېواد ساتنې لپاره د طالبانو د هرډول بريدونو د ناکمولو وړتيا لري.

دفاع وزارت هم تاييد کړه ، چې که د ۲۰۱۴ وروسته له افغانستانه د امريکې او ناټو پوځونه ووځي زمونږ پوځ دهېواد د امنيت ساتنې کامله وړتيا لري او د کال ترپايه پورې به نور ځوانان هم وروزل شي ، چې په افغاسنتان کې به روزل شوو ځوانانو شمېر د دونيم لکو تنو ته وروسېږي . تر څه وخته پورې چې امريکايي پوځونه د ۲۰۱۴ روسته يو څه شمېر له افغانستان ووتل او هم د ناټو پوځونو خپل پوځي پارکونه افغان ځواکونو ته پرېښودل افغان پوځ د امنيت د فاع کوله خو څه وخت چې طالبانو د کندوز ښار ونيوه د امريکايي او افغاني چارواکو سره د نورو ولاياتو د لاسه وتلو خطره پيداشوه.

 زموږ د دفاع وزارت به په هره غونډه کې د امنيت ساتلو ټټر واهه ؛ خو د کندوز ولايت کې د ۷۰۰۰ پوځ په موجوديت کې طالبانو له دولت د کندوز ښارونيوه، له هغې وروسته چې په هلمند کې طالبانو پرلپسې بريدونه پېل کړل د امريکايي پوځي چارواکو نظر د افغانستان په اړه بدل شو ، چې په افغانستان يې د ناټو د ځواکونو په شمول د امريکا ۹۸۰۰ پوځيان د افغانستان امنيت نشي ساتلی. امريکا چې په برکسل د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې تېر کال يو ځل بيا يادونه وکړه، چې په افغانستان کې به نور د ناټو پوځي ماموريت پای ته ورسېږي ، په افغانستان کې پاتې بهرني پوځونه به يوازې د افغانستان د پوځ روزنه او د هغوی د تجهيزاتو مسؤليت په غاړه لري ؛ خو برعکس وليدل شول، چې د کندوز په ښارکې د ناټو هوايي پوځ عملا برخه واخيسته او د کندوز بې ګناه ښاريان يې ووژل . دا رنګه څو اونۍ دمخه چې د هلمند ولايت د سنګين په ولسوالۍ کې دولتي پوځونه محاصره وو ، برتانوي پوځونو په جګړه کې برخه واخيسته .

د دې ترڅنګ په کابل د امريکا د پوځونو قوماندان جنرال کيمبل په يوه وينا کې وويل: غواړم د افغانستان د نا امنيو په اړه واشنګټن ته لاړ شم او ترې د افغانستان د نا امنه حالاتو د کنټرول لپاره بيا يو څه پوځ وغواړم .

جنرال کيمبل يو بل ټکي ته چې په افغانستان کې د جګړې او دوام ترې مقصد و اشاره وکړه ،ويې ويل: کيدای شي تر ۵۰ کالو پورې امريکايي پوځونه په افغانستان کې پاتې شي.

په کابل کې د امريکايي پوځونو قوماندان جنرال کيمبل دا خبره ځکه پرځای کوي او د جګړې د دوام لپاره لار هواروي ، چې تراوسه پورې د ملي يوالي حکومت د دفاع وزيرنه لري ، يو په بل بې باروه او موجوده سرپرست د فاع وزير ستانکزی د وازرت د پرمختګ و ړتيا نه لري.

که جنرال کيمبل واشنګټن ته سفر وکړي او د نورو پوځونو افغانستان ته د بيا راوستلو غوښتنه يې ومنل شي ؛ بيا خو جګړه دوامداره شوه ځکه چې طالب مشرانو تل ويلي چې د بهرنيانو تروتلو پورې به جګړې ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button