ننګرهار: ولسي خلکو د بهرنیانو د وتلو غوښتنه وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۵)

د ننګرهار د شینوارو د شپږو ولسوالیو ولسونو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې د بهرنیانو وتل وغوښتل او پر دولت یې ژغ وکړ چې که ریښتینې سولې ته ژمنتیا لري، باید بهرنیانو ته اجازه ورکړي چې له هیواد څخه ووځي.
قومي مشرانو د طالبانو له هغه دریځ څخه هرکلی وکړ چې ویلي دي،“د اشغال په شتون کې په کورنیو مسئلوخبرې نه کوي او لومړی باید د اشغال مسئله یوطرفه شي“
قومي مشرانو وویل، د روانې بدبختي لامل د بهرنیو پوځونو نظامي شتون ده او هیڅ افغان نه غواړي هیواد یې د بهرنیانو له خوا اشغال شوی وي.

قومي مشرانو دغه راز یوځل بیا پر دولت ژغ وکړ چې په شپنیو عملیاتو او بمباریو کې دې د ولسي خلکو له وژل کیدو او د هغوی شتمنیو ته د زیان اوښتلو څخه لاس واخلي اوزیاته یې کړه چې که دولت او بهرنیانو یې غوښتنو ته پام ونه کړ،دوی به یې پر وړاندې پر نورو لارو چارو غور وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button