برېښنا شرکت: د کاسا زر پروژه اته مياشتې وځنډول شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۴)

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، ټاکل شوې وه چې د کاسا زر پروژه د تير ۲۰۱۸ميلادي کال تر پايه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي خو تازه د دغه شرکت مسوولين وايي چې ياده پروژه اته مياشتې ځنډول شې ده.

د برېښنا شرکت د مشر امان الله غالب په وينا، پاکستان او تاجکستان کې ځينې ستونزې د دې لامل شوې چې کاسازر پروژه اته مياشتې وځنډېږي زياتوي چې دغه پروژه به د روان کال ترپایه بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د غالب په وينا، د کاسا زر پروې له لارې به افغانستان او پاکستان ته “۱۳۰۰” ميګا واټه برېښنا صادره او افغانستان به له دې درکه هر کال پنځوس ميليونه ډالره د برېښنا د لېږد حق ترلاسه کوي.

کاسا زر په سيمه کې د انرژۍ د لېږد تر ټولو ستره پروژه ده چې له تاجکستان او قرغزستان څخه پاکستان او افغانستان ته برېښنا لېږدوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button