ټرمپ: هغه وخت را رسېدلی چې له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۴)

 

امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي ،هغه وخت را رسیدلی چې امریکا د خپل تاریخ تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړې ته دپای ټکی کیږدي.

نوموړي  له سي بي ایس نیوز سره په مرکه کې وویل، اوسمهال له افغانستان څخه ځواکونه را وباسو  خو په وینا یې چې  که اړتیا پېښه شوه او وضعیت خراب شو نو یو ځل بیا به امریکایي پوځیان بېرته افغانستان ته لېږي.

ټرمپ زیاته کړه، د ممکنه خطراتو د مخنیوي په موخه محدود شمیر امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پریږدي .

امریکایي رسنۍ وایي، ښایي دغه کم شمیر ځواکونه استخباراتي مامورین وي چې د امریکا په سفارت کې به پاتې کیږي.

ټرمپ دغه راز ویلي،  په دې تمه دی چې له طالبانو سره د سولې مذاکرات کوم طرف ته ځي خو په وینا یې چې نور له جګړې څخه مونږ هم ستړي یو او طالبان هم.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button