د سالنګ لویه لار یوځل بیا د ترافیکو پر مخ وتړل شوه
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۵)
د ټولګټو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د زیاتې واورې د اورښت او سختو توپانونو له امله د سالنګ لویه لاره له تیر ماښام راهیسې د موټر چلوونکو او ترافیکو پر مخ تړل شوې.
وزارت ویلي ټول هغه موټرونه چې پر دغه مسیر ولاړ وو، د سالنګونو د عملیاتي ډلې لخوا امن ځایونو ته انتقال شوي دي.
د فوائد عامې وزارت پر خلکو ژغ کړی ،تر هغو چې دوی د دغې لارې د خلاصون رسمي اعلان نه وي خپور کړی، پر دې مسیر دې د سفر کولو هڅه نه کوي.
د سالنګ لویه لاره د افغانستان له مشهورو لارو څخه شمیرل کیږي چې شاوخوا ۹ شمالي ولایتونه له پلازمینې کابل سره نښلوي.
دغه لار هرکال په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د واورې د سختو اورښتونو او برف کوچونو له امله تړل کیږي



