(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۵)
د ايران حکومتي چارواکي وايي، د دغه هېواد په فضايي تحقيقاتي مرکز کې د اورلګېدو له کبله ساینس پوهان مړه شوي.
د دغه هېواد د ارتباطاتو او اطلاعاتي ټکنالوژۍ وزير محمد جواد اذري وايي، په دغه پېښه کې درې ساينس پوهان مړه شوي دي.
ويل کېږي، اورلګېدنه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د تحقيقاتي مرکز په بله برخه کې کارکوونکو د ايران د اسلامي انقلاب څلوېښتمه کليزه لمانځله.
تر اوسه د اورلګېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.
خو د ايران د فضايي تحقياتو دغه مرکز هم د امريکا او ايران د اړيکو په خرابوالي کې رول لري.
په عين حال کې د ايران ولسشمر حسن روحاني ويلي، چې ډير ژر به د هغو راکټونو په مرسته په دغه هېواد کې جوړ شوي د ځمکې په مدار کې دوه سپوږمکۍ ځای پرځای کړي.


















