بدخشان : تګاب کې طالبانو پر یوه قاتل د قصاص شرعي حکم تطبیق کړ

(کابل ټکی کام : دوشنبه، مرغومی ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل):
تېره ورځ د مرغومي په ۱۳مه طالبانو تر خپل ولکې لاندې د بدخشان ولایت تګاب ولسوالۍ کې یوتن د قاتل چې خپل سکنی ماما يې بې ګناه وژلی وه د شرعي قصاص حکم پرې تطبیق کړ .
طالبانو د خپل رسمي ویب پاڼې له لارې یوه خبري اعلامیه خپره کړې او ويلي يې دي، چې د بدخشان ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند یوتن قاتل (رضاشاه د نورمحمد زوي دهمدي ولسوالۍ د کوري سیمي اوسیدونکی ) چې یوه میاشت وړاندي یې خپل ماما په ناحقه قتل کړی و او له پېښي وروسته نوموړی د دوي د مجاهدینو له لوري ونیول شو او قضیه یې د طالبانو شرعي محکمې ته وسپارل شوه .
له پوره یوې میاشتي تحقیقاتو اوڅیړنو وروسته دابتدائیه، مرافعې محکمو او تمیز له فیصلي وروسته دهمدي ولسوالۍ دکتوبالا ، خنبک او مریکان سیمو دلسګونو خلکو ، علماء کرامو اوقومي مشرانو په وړاندي له شرعي فیصلي اورولو وروسته په خپله سزا ورسول شو او شرعي قصاص حکم پرې تطبیق شو .
دا لومړس ځل نه دی چې طالبان د خپل کنټرول لاندې سیمه کې پر یوه قاتل باندې د قصاص شرعي حکم تطبیقوي، بلکه طالبانو د واکمنۍ له سقوط وروسته په ډیری ولایتونو کې د قصاص ترڅنګ نور ټول شرعي قوانين او احکام تطبیقېږي او په دې اړه د ولسي جرګې غړو په څو واره اوازونه پورته کړي دي چې اوس په ډيرو ساحو کې ولسي خلکو د طالبانو محاکمو ته رجوع کړې او خپل جنايي او حقوقي مسائل د طالبانو پر قضايي ارګانو نو فیصله کوي او خلک يې له فیصلو راضي وي .
سليم بریال



