د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر وځنډېد

(کابل ټکی کام : دوشنبه، مرغومی ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل):

ټاکل شوې وه چې پاکستان ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو  وزیر عادل بن احمد الجبیر رسمي سفر ولري خو په ناڅاپي ډول وځنډېده .

ویل شوي وه چې الجبیر به د یک شنبې په ورځ په یوه رسمي سفر پاکستان ته ولاړ شي او له پاکستان نه وروسته به کابل ته هم سفر وکړي  .

نوموړي به د سفر پر مهال د سعودي پر مشرۍ په جوړ شوي پوځي ایتلاف کې د پاکستان د ګډون پر څرنګوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کولې  .

 د نوموړي سفر په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه دا سفر په وروستیو شېبو کې وځنډول شو او د الجبیر دغه سفر به په راتلونکې اونۍ کې ترسره شي.

د سعودي دبهر نيو چارو وزیر سفر پاکستان ته په داسې حال کې ځنډول کېږي چې یوه ورځ د هغه له سفر نه وړاندې په هېواد کې يې ۴۷ تنه د ترهګرۍ او د شاهي کورنۍ په خلاف د تبلیغاتو په تورن اعلدام کړل .

په اعدام شویو کسانو کې شعیه ملا نمر النمره هم شامل وه چې د شعیه مېشتو هېوادونو خلکو غصې يې را وپارولې .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button