کندز: د طالبانو حمله کې عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۶)
وسله والو طالبانو د کندز ولايت په مرکز کې د دولتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې په پايله کې يې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي امنيتي سرچينې وايي، طالباو تيره شپه د مرکز په “تيلاوکي” سيمه کې پر پوستو د درنو او سپکو وسلو بريدونه کړي چې له شلو زيات عسکر پکې وژل شوي او د هغوی پوستې طالبانو نيولي دي.
خو له بله پلوه طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکي، په ياده سيمه کې د بريدونو په پايله کې درې پوستې طالبانو نيولي او د جګړې په ترڅ کې دېرش عسکر وژل شوي چې جسدونه يې د جګړې په ډګر پراته دي.
د مجاهد په وينا، د وژل شويو عسکرو وسلې او د پوستو مهمات د طالبانو لاسته ورغلي زياتوي په دغه جګړه کې طالبانو ته زيان نه دی اوښتی.
تر اوسه د کندوز ولايت چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو د امنيې قومندانۍ يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط په ياده سيمه کې د طالبانو حمله تاييدوي په خبره يې چې لسګونه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.



