کومې ۱۷کلنې لاسته راوړنې؟! په تير پسې

کريم الله زاهد

….پوهنتون او مکاتبو او حتی وړکتونونو ټول تعلیمي نصابونه یې دسیکولریزم،  پردي پالنې او معاصر غربي جاهلیت په زهرو ککړ کړ، په ټول هیواد کې یې د ښځو او ځوانانو ګډ تعلیمي ماحول رامنځته کړ او ددې سره هم مهاله یې د ډرامو، سرایانو او ټلویزیونو  په وسیله د فحشا او بدلمنۍ بازار داسي ګرم کړ چې لویو احتجاجونو یې هم مخه ونه شوای نیولای.

 په هیواد کې یې د قومي او سمتي تعصب او نیشنلیزم داسې زړي وشندل چې پر یوه سترخوان به یې بیا سره راټولول کلونه وخت ونیسي.

هزاره یې د پښتون، پښتون یې د تاجک پر وړاندې ودرلول، د داعشي پدیدې په پاللو یې دلته هم د مذهبي اختلافاتو د راټوکولو کوښښونه وکړل.

همدارنګه ددې ۱۷ کلونو په جریان کې یې د هیواد پر ځمکه په زرګونو بمونه راوغوځول، په لسګو زره افغانان یې شهیدان او زخمیان کړل، په لسلګونو زره ماشومان یې یتمیان او ښځې بې خاونده کړې.

په همدې اندازه  یې د هیواد پرېښودلو ته اړل کړل،  درست کلي یې له خاورو سره سم کړل، مدرسې او مساجد یې لوټي لوټي کړل، پر ودونو، جنازو، فاتحو او ټولنیزو محفلونو یې بمباردونه وکړل او پر ټول هیواد یې د ویر او ماتم پراخ څادر وغوړاوه.

همدا هغه ۱۷ کلنې لاسته راوړنې دي چې د امریکا غلامه طبقه یې پر ضیاع ویریږي او له امریکا یې د ساتنې غوښتنه کوي، ځکه ددې لاسته راوړنو شتون ددوی وجود تضمینوي او دوی ته په هیواد کې دپاتې کېدلو چانس په لاس ورکوي، که نه له ډیمکراسۍ او سیکولرزم، معنوي اهانت، قومي تعصب، فحشا او عریانۍ او قتل عام  ورهاخوا نورې کومي لاسته راوړنې دي چې دا پردی قِشر یې پر له مینځه تللو ویریږي؟!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button