د سولې پېژندنه، دویمه برخه

لېکنه: سلطان محمد (ثاقب) حصارکی
د سولې لغوي معنا:
صلح په لغت کې روغې جوړې ته وایې. دصلحې په اړه علماو او د لغت پوهانو خورا ډیرې معناګانې کارولي چې موږ به په دوه معناګانو بسنه وکړو.
۱ = دجوړښت په معنا. مفردات القرآن للراغب: ۲۸۴).
۲ = اوربندي اوجنګ بندي په معنا.القاموس الفقهي: ۲۱۵).
د سولې اصطلاحي معنا: دسولې په اړه فقهاوو بیلابیل تعریفونه بیان کړي دي او په ډيرو ډولونو ویشلې ده.
تعریفونه:
(1)_ احناف وایې : سوله یو داسې تړون دی چې جنګ جګړې اوفساد له منځه وړي . (الدرالمختار۱۲ /۲۷۲).
(2)_ علامه ابن قدامه المقدسي رحمه الله وایې : سوله یو داسې تړون دی چې د دوه ښکیلو ډلو او اشخاصو ترمنځ روغه اوجوړه راولي. (المغني لابن قدامة ۶/ ۲۳۶).
د سولې ثبوت
دا ښکاره خبره ده چې سوله د هر انسان طبعي غوښتنه ده او د ډیرو خلکو ارمانونه او هيلې ورپورې تړل شوي دي خو له دې سره سره په ټولنه کې داسې خلک هم ليدل کيږي چې د سولې له ارزښت څخه ناخبره وي او ترې انکار کوي نو ثبوت او مشروعیت یې په قرآن ، نبوي حدیثونو ، اجماع امت سره راغلي ده. الفقه الاسلامي وادلته للزحیلي ۵ / ۱۸۱ الحقانیه.
دویم هغه ایت چې الله تعالی پکې د سولې په اړه امر کړی لکه فرمایې : {وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (9)} [الحجرات: 9]
ژباړه: که مومنانو څخه دوې ډلې په خپلو منځو کې په جنګ شي ، نو دهغوی په منځ کې صلح وکړئ بیا که هغو څخه یوه ډله پر بلې تیری وکړی نو تیري کونکی ډلې سره وجنګیږئ تردې پورې چئ هغوی د الله حکم ته راوګرځي بیا کله چې هغوی راوګرځي نو په مينځ کې یې په عدل سره سوله وکړئ او انصاف وکړئ او الله انصاف کونکی خوښوي.
علامه شوکاني رحمه الله وایې : په تېر ایت کې د (بینهم ) پر ځای (بینهما ) ویل شوي؛ نو له دې څخه دا خبره څرګنده شوه چې د دوه کسانو تر منځ سوله غوره او اړین دی نو د ډیرو کسانو، او یا د ډیرو ډلو ترمنځ سوله لا ډیره اړینه او لازمه دی.
(۲) په دې آيت کې : فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ) امر په دوه شيانو شوی لومړی په سوله.
دویم په عدل سره، که چيرې سوله په ظلم او جبر ترسره شي او عدل په کې ونه کړای شي؛ نو دا هغه سوله نه ګڼل کيږي چې الله تعالی پرې امر کړی بلکې دا مردوده سوله بلل کيږي.
ځکه چې امام بخاري رحمه الله په هغه سوله چې په ظلم سره وشي هغه یې مردوده بللې او ځانګری باب يې ورته ايښئ (باب اذا اصطلحوا علی صلح جور فهو مردود).
کامله سوله هغه ده چې په عدل سره وشي.
همداراز په سورت حجرات کې هم الله تعالی عامو مومنانو ته په خپل منځې کې د سولې په اړه امرکړئ
فرمایې : {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ.
همداراز کله چې موسی عليه السلام د کوه طور(سیناغره ) لورته اراده وکړه ؛نو خپل ورور هارون علیه السلام یې خپل ځای ناستی وګرځاوه او ورته يې د سولې په اړه توصیه وکړه.
لکه الله تعالی فرمایې : { وَقَالَ مُوسَى لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ (142)} [الأعراف: 142].
د سولې اهمیت د حدیثو په رڼا کې
په ډيرو حدیثونوکې د سوليېز ژوند تيرولو په اړه پيغمبر صلی الله عليه وسلم خپل امت ته امر کړی چې له شخړو او اختلافاتو څخه ځانونه وژغورئ. نيکمرغي په شخړو نه بلکې په سوله او سوکاله ژوند تر لاسه کړئ. امام بخاري رحمه الله د سولې په اړه یو مستقله کتاب لیکلی او دغه کتاب یې په څوارلس بابونه کې رانغښتی دي، یو دیرش مرفوع او دولس معلق حدیثونه او درې د صحابه کرامو رضی الله عنهم اثار په کې راوړي . فتح الباري لابن الحجر: ۵/ ۶۵۳).
ّامام مسلم رحمه الله دابن شهاب رحمه الله څخه روايت رانقل کړی. دی وايې: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه نه دي اوريدلي چې د درواغو اجازه کړې وي مګر په درې شيانو کې درواغو اجازه کړې د جګړه پر مهال د خلکو تر منځ اصلاح کولو لپاره د سړي او د ښځې په خبرو کې او يا د ښځې د سړو په خبرو کې.
تشريح:
ځينې محدثين او فقهاء د دې حديث په ظاهر عمل کوي او وايې: درواغ ويل په پورته درې ځاينو کې په ټوله معنا روا دي.
نور محدثين او ډیری فقهاء بيا وايې: په يادو درې ځاينو کې صريحي درواغ ويل نه دي روا بلکې تعريض اوتوریه به کولای شي. عمدة القاري شرح البخاري: ۱۳ / ۳۸۳).
علامه حصکفي رحمه الله وايې: مراد له کذب (درواغو) څخه ښکاره درواغ نه، بلکې تعريض ده او حقه خبره هم داده چې له کذب څخه مراد تعريض دی نه ښکاره درواغ ردالمحتار مع الدرالمختار: ۹ / ۷۰۶.
علامه عابدين شامي وايې: د يو حاجت له کبله تعريض مباح کرځيدلای؛ خو چې کله اړتيا نه وي بیا تعريض کول هم مباح نه دي.شامي.
ابوحازم له سهل بن سعد رضی الله عنه څخه روایت کوي چې د بني عمروبن عوف دخلکو تر منځ یو څه جنجال وو نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم له خپلو ځینو صحابه کرامو سره ورغی د دوی تر منځ یې سوله کوله دلمانځه وخت راورسید رسول الله صلی الله علیه وسلم رانغی بلال د لمانځه اذان وکړ او رسول الله صلی الله علیه سلم رانغی ، بلال ابوبکر ته راغی وې ویل رسول الله صلی الله علیه وسلم وځنډید او دلمانځه وخت هم پوره دی ایا ته خلکو ته امامت ورکوې ؟ هغه وویل هو که ستا خوښه وي.صحیح بخاري ۱، ۳۷۱).
له پورتني اوږد بحث څخه څرګنده شوه چې په اسلام کې سوله خورا ډير ارزښت لري، ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دسولې دپاره دجمعې په لمانځه کې هم وروستوالی وکړ.
نور بيا….



