پاپ فرانسس: کليساګانو کې له ميرمنو جنسي غلامانې جوړېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۷)

د عيسايي مذهب کاتوليک ډلې مذهبي مشر پاپ فرانسس وايي، په کليساګانو کې ميرمنې له جنسي پلوه زورول کېږي او ډيری ميرمنې د جنسي خواهش د پوره کولو لپاره د غلامانو په ډول ساتل شوي دي.

فرانسس دغه څرګندونې متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر رسنيو ته کړي په وينا يې لا هم په کليساګانو کې د ميرمنو د جنسي زورونو راپورونه شته او په دې برخه کې لازم کار نه دی شوی بايد نوره پاملرنه ورته وشي.

پاپ فرانسس ويلي، په ډيری کليساګانو کې دغه ډول پيښې شوي چې ځينې پادريان د دغه ډول پيښو پر سر ګوښه کړای شوي هم دي.

یوازې دا نه چې په کليساګانو کې له ميرمنو څخه د جنسي غلامانو په توګه استفاده کېږي بلکې د کاتوليکو له کليساګانو څخه پر ماشومانو د جنسي تيريو راپورونه هم ورکول شوي دي.

د تير ميلادي کال د  اګست په پنځلسمه د امريکا متحده ايالاتو د پنسلوانيا عمومي څارنوال جان شاپيرو په يوه راپور کې ويلي و، چې د دغه ايالت په تر درې سوو زياتو کاتوليکي کليساوو کې پادريانو “مذهبي مشرانو” په ماشومانو جنسي تيري کړي دي چې وروسته بيا پاپ فرانسس هم له ماشومانو سره پر جنسي زياتي اعتراف وکړ.

مسلمانان په دې باور دي چې عیسويت تحريف شوی او نه يواځې دا چې د خلکو ستونزې حل کولای نه شي بلکې بشريت ته يې لا ډيرې ستونزې راولاړې کړي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button