مسکو کنفرانس د بهرنيو ځواکونو د وتلو په هيله پای ته ورسېد، دوهم کنفرانس قطر کې کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۸)
نيويارک ټايمز ورځپاڼې د مسکو کنفرانس په اړه په يوه مقاله کې ليکلي، چې په دغه کنفرانس کې د غونډې د ګډونوالو ډير ټينګار په دې و چې بايد بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او په دغه هېواد کې جګړه پای ومومي.
د سې شنبې او چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د افغان سياستوالو، د ګوندونو استازو او د طالبانو د يوه پلاوي تر منځ د راتلونکي افغانستان په اړه خبرې او بحث ترسره شو چې پرون ناوخته دغه غونډه پای ته ورسېده.
د کنفرانس ګډونوالو په يوه پريکړه ليک کې نهه مادې ذکر کړې چې مهمې يې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل، د بنديانو خوشې کول، له تور ليسته د طالب مشرانو ايستل …. څو د سولې خبرو ته لاره هواره شي.
په دغه کنفرانس کې د طالبانو لس کسيز پلاوي، پخواني ولسمشر حامدکرزي په شمول پخوانيو حکومتي چارواکو او د ګوندونو استازو برخه لرله.
حامدکرزي له غونډې وروسته رسنيو ته وويل، د ټولو خواوو خبرې قناعت بخشه او په دغه خبره د ټولو اتفاق و چې ټول بهرني ځواکونه بايد له افغانستانه ووځي.
په پرېکړهلیک کې راغلي، چې د کنفرانس ټول ګډون کوونکي په دې توافق لري چې په نږدې ممکن وخت کې د بینالافغاني تفاهم بله ناسته د قطر په پلازمېنه، دوحه کې جوړه شي.



