(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۹)
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي او يوه لوړ پوړي امريکايي دپلومات له طالب استازو سره ليدلي دي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ضمير کابلوف د مسکو له کنفرانس وروسته پرون د پنجشنبې په ورځ په روسيه کې له طالب استازو سره ليده کاته کړي.
کابلوف د روسيې ریانووستي خبري اژانس ته ويلي، چې هېواد يې دې ته چمتو دی څو له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو او د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې مرسته وکړي.
نوموړي ويلي، روسيه ليواله ترڅو پر طالبانو لګول شوي بنديزونه ژر تر ژره ليرې او د دغه اقدام ملاتړ کوي.
همدارنګه راپورونه وايي، چې د مسکو له کنفرانس وروسته يوه لوړپوړي امریکايي دپلومات هم په مسکو کې له طالب چارواکو سره ليدلي او له افغانستانه يې د امريکايي ځواکونو د وتلو ملاتړ کړی دی.
د مسکو کنفرانس کې د طالب پلاوي يوه غړي ويلي و چې د امريکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې د امريکايي ځواکونو په وتلو موافقه شوې او په اپريل مياشت کې به نيم امريکايي ځواکونه له هېواده ووځي خو د سولې خبرو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وويل چې تر اوسه د امریکايي ځواکونو په وتلو کومه موافقه نه ده شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا ولسمشر ټرمپ کانګريس ته په خپله کلنۍ وينا کې وويل: که له طالبانو سره يوې موافقې ته ورسېږي نو ښايي خپل ځواکونه له دغه هېواده وباسي او يوازې استخباراتي کارمندان به پاتې وي.
د تيرې سې شنبې او چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د طالبانو، افغان سياستوالو او سياسي ګوندونو استازو تر منځ ګډ کنفرانس ترسره شو چې د دغه کنفرانس په پريکړه ليک کې له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو په وتلو سلا وشوه.


















