(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۹)
د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې ملکي وګړو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
د خوګياڼو ولسوالۍ څخه باوري سرچينې وايي، دغه عملیات چې د يادې ولسوالۍ په نکړخيلو سيمه کې شوي، عسکرو د خلکو د کورونو دروازې ماتې کړي، ګڼ شمير کورونه يې ويجاړ کړي او خلکو شخصي وسائط يې تخريب کړي دي.
د دغه کلي يو تن اوسېدونکی بلال وايي، له پرون راهيسې د خلکو په کورونو کې پلټنې روانې وې او عسکرو د عامو خلکو له کورونو قيمتي مالونه او پيسې هم وړي زياتوي په دغه عملياتو کې د يوې ميرمنې په ګډون شپږ ملکيان ټپيان شوي دي.
طالبانو د امریکايي او افغان عسکرو دغه عمليات “جنایت” بللی دی او وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي، په عملياتو کې شپږ تنه ټپيان شوي او دوه تنه نور عملياتي عسکرو له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.
د يادونې ده، چې وړمه شپه هم ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت د لعلپورې ولسوالۍ مربوط په چکنور او رحمتي سيمو کې د عملياتو پر مهال د خلکو د کورونو ويجاړلو تر څنګ څلور تنه ملکيان وژلي و او يوه ميرمن يې ټپي کړې وه.
د هېواد په بيلابيلو ولايتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو د ګډو عملياتو تر څنګ وخت ناوخت د صفریک، صفردو، صفرسې او د امريکايي پوځي اډو ځانګړي ځواونه هم عمليات کوي چې تر ډيره پکې ملکي ميشت ځايونه هدف ګرځي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله او مالي زيانونه اړوي.


















