ټاکنو کمېسيون: نن به ۸۰ برياليو نوماندانو ته انتخاباتي وثيقې ورکړل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۰)

د ټاکنو کمېسيون وياند حفيظ الله هاشمي وايي، ټاکل شوې چې نن د شنبې په ورځ د ولسي جرګې ۸۰ برياليو نوماندانو ته اتخاباتي وثيقې ورکړل شي.

د هاشمي په وينا، دغه بريالي نوماندان د اتلس ولايتونو وکيلان دي او د وثيقو په ورکولو سره به هغوی ته د وکيلانو په توګه د ژر کار پيل کولو زمينه برابره او پر ټاکنو کمېسيون تر يوې اندازې فشار کم شي.

نوموړی وايي، د انتخاباتو په اړه شکاياتونه شته خو ډير کوچني دي زياتوي چې له ۲۵۰۰ کانديدانو څخه به يوازې ۲۳۹ تنه ولسي جرګې ته لاره پيدا کوي چې يوولس تنه پکې د غزني څخه دي چې هلته انتخابات نه دي شوي.

نوموړی وايي، دغه پريکړې وروستۍ دي او تمه ده چې په وروستيو پايلو خلک قناعت وکړي.

د ولسي جرګې له انتخاباتو څو مياشتې تيرېږي خو د سياسي ګوندونو، نوماندانو او شنونکو په باور په ټاکنو کمېسيون کې ناسم مديريت او درغليو له کبله د برياليو وکيلانو اعلان ځنډېدلی دی.

د ټاکنو شکاياتو کمېسيون د ولسي جرګې انتخاباتو وروسته وويل، چې د انتخاباتو په دو ورځو کې ورته شاوخوا ديارلس زره شکايتونه رسېدلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button