‏د چک جمهوریت : که امریکایان ووتل؛  مونږ هم نه پاتې کیږو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۰)

د چک جمهوریت چارواکي خبرداری ورکوي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل به زیاتې ستونزې راولاړې کړي.
د دغه هیواد د دفاع وزیر لوبر متنار وایي،  که امریکا له افغانستان څخه پښې سپکې کړې،  دوی به هم په ورته اقدام لاس پورې کړي.
نوموړی په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور اړین بولي او زیاتوي ،څو چې په یاد هېواد کې د ترهګرو ګواښ په بشپړه توګه له منځه نه وي وړل شوی، د ځواکونو ایستل به ستونزې لا ډېرې کړي.

تر دې وړاندې  المان هم ویلي وو، چې که د امریکایانو د وتلو لړۍ په پیلیدو شوه؛  نو هیواد به یې د امریکایي پوځیانو تر وتلو وړاندې خپل ځواکونه ورټول کړي.

 ایټالیا هم ورته اقدام باندې لاس پورې کړی او د دفاع وزارت یې خپلو چارواکو ته امر کړی چې تر راتلونکي کال پورې له افغانستان نه د ځواکونو را ایستل وارزوي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا له طالبانو سره د خپلو ځواکونو پر وتلو یوه جوړجاړي ته نږدې شوې او هڅه کوي خپل ځواکونه په بشپړ ډول له دغه هیواده وباسي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button