(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۰)
د سرپل ولايت په مرکز کې د دو جلا جلا پېښو پر مهال ۱۸ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له نوم ښودلو پرته يوې سرچينې کابل نيوز ته ويلي، پرون ماذيګر د سانچارک- سرپل پر لاره د طالبانو په کمين کې دوه عسکر وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
دغه راز د ماين چاودنې او په بغاوي سيمه کې چې د مرکز مربوط ده د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې درې عسکر وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي.
د سرپل د ولايتي روغتون مسوولين وايي، له دواړو پيښو څخه اتلس تنه مړه او ټپيان وروړل شوي دي.
تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
خو له بله پلوه طالب وياند يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په بغاوي سيمه کې طالبانو له دولتي عسکرو يوه پوسته نيولې، ډيری عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د درې تنو جسدونه د جګړې په ډګر پاتې شوي او د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.


















