(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۰)
په خوست ولایت کې ځایي امنیتي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په صبریو ولسوالۍ کې امریکایانو د کمپاین د ځواکونو په ملتیا چاپه وهلې چې تلفات هم له ځانه سره لري.
سرچینې نه دي ویلي چې د پیښې پر مهال کې طالبان هم په نښه شوي که یواځې ملکي اهداف موخه ګرځول شوي وو.
ځایي خلک وایي، ګډوځواکونو د سیمې پر خلکو مخامخ ډزې کړې چې پر مهال یې ۳ تنه بیګناه کلیوال وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي
سرچینه زیاتوي، د کمپاین عسکرو د سیمې د خلکو ۵ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي او ۳ تراکتورونه یې ورته سوځولي دي.
طالبانو پیښه بشرضده جنایت بللی خو افغان او امریکایي چارواکي یې په تړاو پټه خوله دي.
دا پیښه داسې مهال مخته راځي چې په عین حال کې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې هم پر ولسي خلکو شپنۍ چاپه وهل شوې چې په کې ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۹ تنه یې یواځې ماشومان دي
















