ګارډین:  امریکا افغانستان ویجاړ کړ او سخته ماتې یې هم وخوړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۰)

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼه وایي،  امریکا په افغانستان کې ۱۷ کلنه جګړه د سختو ویجاړیو اړولو سربیره بایللې او اوس نه شي کولی افغانستان پخواني حالت ته هم وګرځوي.
ګارډین لیکي “ امریکا جګړه بایللې او ډېره بده یې بایللې“ چې په وینا یې له ټول زر او زور آزمویلو وروسته یې هم کوم هدف ترلاسه نه شو کړای.

د ورځپاڼې په خبره،  امریکا د خپلو اهدافو د حاصلولو په موخه ۳۸ زره ملکي افغانان ووژل،  میلیونونه یې، ټپیان، معلولین او معیوب کړل چې تر ۱۷ کلونو وروسته
د امریکا د ولسمشر جورج بوش له خوا تعیین شوي یو هدف هم ترلاسه نه شو.
ورځپاڼې د امریکا پر مشرانو ژغ کړی،  مخکې تر دې چې ایران ته د بریدونو ګواښونه وکړي، د  افغانستان زړه جګړه دې په مسولانه او انساني ډول پای ته ورسوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button