فوزیه کوفي: طالبان د ښځو لپاره ښه پروګرامونه په پام کې لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۱)

د ولسي جرګې غړې او د مسکو د ناستې ګډونواله میرمن فوزیه کوفي وایي،  طالبانو ورته ویلي چې دوی د ښځو لپاره ټولو هغو حقوقو ورکولو ته تیار دي،  چې له اسلامي قوانینو سره سمون وخوري.

 هغه زیاتوي،  طالبانو د افغان ښځو پیغام اخیستی چې هغه دا دی “ مونږ شا ته نه ګرځو“ او خپل حقوق غواړو؛  طالبانو ورته مثبت ځواب ویلی او ژمنه یې ورکړې چې میرمنې کولی شي په روغتیایي، ښوونیزو او نورو برخو کې د شریعت له حکم سره سم دندې ترسره کړي.

د مسکو د ناستې د پریکړه لیک ترمخه دواړو لوریو توافق کړی چې د اسلامي ارزښتونو سره سم د تعلیم، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د ښځو د حقونو ته باید پام وشي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button