(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۱)
د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې درې تنو عسکرو له طالبانو سره په همکارۍ د خپلو دو پوستو نهه سنګوري پوليس وژلي دي.
پېښه تيره شبه د مرکز مربوط د خاکسار جامع په سيمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي باوري سرچينې وايي، درې تنو عسکرو چې له طالبانو سره يې پټه لار لرله، هغوی يې د پوستو څنګ ته وربللي او د پوستو عسکرو (سنګوريانو) له وژل کېدو وروسته يې ټول مهمات له ځان سره وړي دي.
تر اوسه د هلمند ولايتي امنيتي مسوولينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
له بله پلوه طالب وياند يوسف احمدي د پيښې د پخلي تر څنګ ويلي، چې دغه درې تنه بریدګر د دوی نفوذي کسان و چې په عسکرو کې يې ځانونه ځای پر ځای کړي و.
د احمدي په وينا، نفوذي کسانو طالبانو سره د پوستو په نيولو کې مرسته کړې چې په ترڅ کې نهه سنګوري عسکر وژل شوي او د هغوی نهه ميله وسلې طالبانو له ځان سره وړي دي او خپلو مرکزونو ته ستانه شوي دي.
طالب نفوذي بريدګرو تر دې مخکې هم د افغان پوځ په ليکو کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کړي چې هغوی ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو په خپلو اعلاميو او څرګندونو کې ويلي، چې د افغان پوځ په ليکو کې يې لسګونه نفوذي کسان ځای پر ځای کړي چې له وخت څخه په استفادې به پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه ترسره کوي.


















