(کابل ټکی کام، ۱۹۷، سلواغه ۲۱)
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې ولسمشر غني نن سهار په يوه ناڅاپي سفر دغه ولايت ته ورغلی دی.
د چارواکو په وينا، ټاکل شوې چې نوموړی به نن په يوه ولسي غونډه کې وينا هم وکړي.
تر اوسه د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د دغه سفر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
له بله پلوه داسې ويل کېږي، چې اشرف غني د ننګرهار شينوارو ولسوالۍ مربوط ۷۲ اويایم غونډ ته په الوتکه کې ورغلی دی.
ځايي سرچينې وايي، غني به د شينوارو تر څنګ له څو نورو ولسواليو څخه هم ليدنه وکړي.
تر دې مخکې د مومندو او شينوارو قومونو د يوولس ولسواليو د ولايت کولو غوښتنه کړې وه.
خو تر اوسه څرګنده نه ده چې غني به د شينوارو ولسواليو د ولايت کيدو په اړه څه ډول حکم وکړي.


















