ارګ په ایران کې شوی سرتیری برید په کلکو ټکو غندلی دی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۵)

د کابل ادارې چارواکو په ایران کې د سپاه پاسداران انقلاب پر ځواکونو د شوي سرتیري برید غندنه کړي او دا یې یو وحشیانه برید بللی دی.
دغه برید چې د ا یران په سیستان بلوچستان ایالت کې د سپاه پاسداران پوله ساتو سرتیرو پر بس موټر شوی، شاوخوا ۳۰ تنه په کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
ارګ ویلي، باید ټول هیوادونه د وسلوالو ډلو پر ضد یوموټي شو او ریښې یې له منځه یوسو.
دا په داسې حال کې ده چې ارګ تر اوسه په افغانستان کې د ګډوځواکونو پر هغو بمباریو چې ولسي خلک یا خپله دولتي ځواکونه په کې په نښه کیږي، د هیڅ کوم غبرګون جسارت نه دی ښوودلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button