رویټرز: سعودي شهزاده له طالبانو سره د لیدنې له امله پاکستان ته سفر وځنډولو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۷)
رویټرز اژانس د دیپلوماتیکو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د سعودي شهزاده محمد بن سلمان سفر چې ټاکل شوې وه نن اسلام آباد ته ترسره شي ځنډول شوی دی.
اژانس د دوو پاکستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی چې شهزاده سلمان غواړي په اسلام آباد کې له طالب مشرانو سره هم وګوري ؛ ځکه په قطر کې میشت طالب مرکچیانو ته د فبروري پر ۱۸ مه نیټه اسلام آباد رسمي بلنه ورکړې چې له لومړي وزیر عمران خان او امریکایي چارواکو سره به ګوري.
رویټرز ویلي: “که څه هم دا ډېره پټه موضوع ده، خو ځینې شواهد وجود لري چې د طالبانو استازي له بن سلمان سره پاکستان ته د هغه د سفر پرمهال وګوري.”
بلخو بیا یاد اژانس په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له قوله ویلي چې د عربستان له ولیعهد سره لیدنه د دوی په پلان کې نشته، او زیاتوي کله چې اسلام اباد ته ورسېږي په دې اړه به خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې محمد بن سلمان سبا یکشنبه پر یو لړ مسايلو د بحث لپاره پاکستان ته سفر وکړي چې په ترڅ کې به یې د انرژۍ د سکټور په برخه کې له دغه هیواد سره د لس میلیارډو ډالرو په ارزښت تړونونه هم لاسلیک کړي.
طالبان بیا غواړي له پاکستاني چاراکو سره د افغان مهاجرینو او افغان سوداګرو پر ستونز وغږیږي او په دې سربیره له امریکایي چارواکو سره ملاقات یې هم د سفر یوه برخه ده.



