راپور تاژ: جنت ګل
( کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۷)
په دې وروستیو کې د امریکایي مقاماتو له خوا په پرلپسې توګه د ځواکونو د ایستلو خبرونه ورکول کیږي امریکایي ولسمشر وایي، لوی قوتونه په دائمي جنګونو کې نه پاتې کیږي او مونږ هم د یوه زبر ځواک په توګه د افغان جګړې د پر مخ وړلو لپاره حوصله نه لرو .
امریکا ولې ستړې شوه او حکومت ولې وارخطا دی.
د پوځي کارپوهانو په باور طالبان د افغان ملت له متنه د یوه داسې احساس لرونکی مبارز ځواک په توګه را توکیدلی چې یواځې د اشغال لمنځه وړل یې هدف دي او همدغې قربانۍ ته یې د تن په وینو رادانګلي څو خپل هیواد له بهرني پوځي تاړاک څخه په بشپړ ډول پاک کړي.
پوځي شنونکی زاهد افغان وایي، همدې اصل ته په کتو سره امریکا له ټول زر او زور آمایلو وروسته اوس ایله دې پایلې ته رسیدلې چې د دغه ځواک له منځه وړل ښایي یو خوب او خیال وي چې باید په لوړې سویه ورسره خبرې وشي او تر ډیره د ځواکونو د ایستلو په موخه د دوی غوښتنې مدنظر ونیول شي.
امریکا اوس فکر کوي، د راتلونکي افغانستان اصلي واکمنان هغه څوک دي چې دوی ورسره تر نن ورځې د ټوپک په ژبه خبرې کولې او له تبلیغاتي لوډسپیکرونو یې ډول ډول ټاپې ورشغولې او د دوی مبارزه یې پردیو ته منسوبوله.
بل خوا د افغانستان حکومت چې تر ډیره د واک له بحران سره مخ او ځواک یې د بهرنیان تر سیوري مربوط دی، د امریکایانو وتلو اندیښمن کړي دي.
دوی فکر کوي، هغه اداره چې په بُن کې پر افغانانو وتپل شوه او وروسته د درغلیو ډکو انتخاباتو کې د بقا رنګ ورکول شو، ښایي اصلي څیره یې ملت ته د اجیرو ټوپکمارو په څیر ور ښکاره شي او د تیر پیر د میړانې تاریخ به یې د هیواد پلورونکو په وروستي کتار کې درج کړي.
له همدې امله د امریکایانو په شتون پر ټینګار سربیره له طالبانو هم غواړي چې اداره یې د خبرو د یوه رسمي لوري په حیث وپیژني او ورسره کیني .
دوی له همدې کبله هر هغه هیواد ته چې طالبان ورته سفر کوي د شک په سترګه ګوري او ښه یې نه ارزوي.
د کابل اداره غواړي بهرنیو پوځونو د تلپاتې اډو ورکولو سربیره له واک څخه د ګوښه کیدلو تریخ غوړپ هم ونه کړي.
نن د ملي یووالي حکومت د احرایه ریاست هم د بهرنیانو وتل کومه د اندیښنې وړ مسئله ونه بلله او زیاته یې.کړه چې افغان ځواکونه کولی شي له هیواد څخه په بشړه توګه دفاع وکړي.
اجرایه ریاست ونه ویل چې که نړیوال ترې ووتل د ځواکونو روزنه، تمویل او تجهیز به یې څوک کوي او دغه راز که بهرنیان وځي نو جګړه ولې.؟
طالبان وایي، داچې د افغان ځواکونو د بهرنیانو د مدافع ځواک په توګه ځان فرض کړی نو دوی مجبور دي لومړی دفاعي قوت مات او بیا د دښمن اصلي ځالګۍ ته ځان ورسوي.
طالبانو په وروستۍ ناسته کې څرګنده کړه چې که نړیوال قوتونه له هیواده ووتل ، له همدغې اردو څخه چې اوس د بهرنیانو د ګتو لپاره جګړه کوي، ملاتړ به او تقویه کوي به یې.

















