اسماعیل خان: دولت دې د مجاهدینو له لارې له طالبانو سره مذاکرات وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۷)

پخوانی جهادي مشر او د مسکو د ناستې ګډونوال اسماعیل خان وایي، مجاهدینو او د افغانستان سیاسي قشر له طالبانو سره د مذاکراتو دروازه پرانیستلې او اوس باید حکومت د مجاهدینو له طریقه ورسره خبرې وکړي.

نوموړي وویل، د طالبانو او مجاهدینو سره کرښه دبهرنیانو وتل دي او په ګډه به د همدې لپاره مبارزه کوي.
هغه زیاته کړه، حکومت دې خوښ اوسیږي چې طالبان مذکراتو ته چمتو شوي هغوی ریښتوني خلک دي چې په دې هیواد کې د پردیو حضور نه شي زغملی.
اسماعیل خان وویل، مجاهدین باید په امنیتي ځواکونو کې داخل شي او دغه راز دوی له طالبانو سره په ګډه د ښځو مشروع حقوق او د بیان ازادي غواړي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button