ملګرو ملتونو ته دطالبانو له سفرونو د حکومت شکایت اود ملابرادر د نیول کیدو په هکله سپیناوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۷)

د کابل حکومت یوځل بیا پر شکایت لاس پورې کړی او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې یو اعتراضیه لیک استولی چې په کې له یاد سازمان نه غوښتل شوي، “پاکستان باید د طالبانو د سفر مخه ونیول شي .“
په لیک کې راغلي، هغه ډله مرکچي طالبان چې له دوحې اسلام آباد ته وربلل شوي، نهه تنه یې د بندیزونو په تورلیست کې شامل دي.

حکومت ویلي، د طالبانو دا ډول سفرونو د هغوی د رسمیت پیژندنې اندیښنه زیاتوي او دغه راز د کابل حکومت د دې سفر هکله په جریان کې نه دی اچول شوی.

د کابل ادارې پر ګاونډيو هیوادونو ژغ کړی چې باید د یوې ډلې پرځای د کابل له حکومت سره خبرې وکړي

بلخوا بیا طالبانو هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې د دوی د مشر سیاسي مرستیال او په قطر کې د سیاسي دفتر رئیس ملا برادر اخُند د پاکستان لخوا نیول شوی دی.

طالبان وایي، ملا برادر اخند پخپلو کارونو بوخت دی، هیڅ ډول مشکل ورته نه دی پيښ شوی او په دې هکله یې ټولو هیوادوالو او منسوبینو ته اطمینان ورکړی دی.

طالبان به د دوشنبې په ورځ د اسلام باد په رسمي بلنه دغه هیواد ته سفر وکړي او له پاکستاني چاراکو سره به د افغان مهاجرینو او افغان سوداګرو پر ستونز وغږیږي او په دې سربیره له امریکایي چارواکو سره ملاقات یې هم د سفر یوه برخه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button