(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۸)
د کابل د شپږمې،دیارلسمې او اتلسمې حوزې خلک وایي، د څو کانالونو له امله چې خلک په کې د بارانونو پر مهال له ستونزو سره مخ وو، له ښاروالۍ یې د پلونو د جوړولو غوښتنه وکړه چې په غبرګون کې ورته یواځې ۲۰ ډالر منظور شول.
د یادو ناحیو اوسیدونکو د حکومت پر نه توجه او دښاروالي په کم ظرفیت اعتراضیه لاریون وکړ او د حکومت دغه مرسته یې په طنزیه ډول شعار ګرځولې وه.
د سیمې خلک وایي، په دې سربیره چې له حکومت سره کامله همکاري لري، خو حکومت ورته هیڅ توجه نه ده کړې.
دوی زیاتوي، په ځلونو ښاروالۍ او نورو اړوندو مراجعو ته ورغلي خو چا یې غوښتنو ته پام نه کړی.
د کابل ښاروالۍ تر اوسه د دې خلکو د غوښتنو په ځواب کې کوم غبرګون نه دی ښوودلی.


















