د وزیر ګارډانو د کابل پوهنتون استاد وهلی دی

د وزیر ګارډانو د کابل پوهنتون استاد وهلی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۹)

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو استاد محمد مرهون ادعا کوي چې د لوړو زدکړو د وزیر نجیب الله خواجه عمري ساتونکو ورسره ناوړه فزیکي چلند کړی دی.
نوموړي په یوه ابلاغیه کې لیکلي، “نن سهار لس نیمي بجې د کابل پوهنتون له جنوبي دروازې وتلم. له مخامخ لوري د بل استاد موټر راغلی او زه مجبور وم چي هغه ته لار ورکړم ځکه له عمومي جادې تر څلور میتره ځای یعني یوه موټر د تېرېدو لار وه شا ته مي بل موټر وو پام مي هم نه دی چي څوک دي.
یو وخت یو څوک راغلی هینداره یې په مخابره را و ټکول وايي راه را ایله کو لوده ما دروازه خلاصه کړه چي لوده ولي وایې داغه کس په دروازه پسي و وهلم بل یو یې راغلی پر خوله او پزه یې په بوکس و وهلم محصلین استادان او پولیس هم ولاړ دي د لوړو زده کړو وزیر داکتر نجیب الله خواجه عمري په خپل موټر کي ناست دئ او د سترګو وړاندي یې ساتونکي یو استاد توهینوي او وهي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که اړوندو مراجعو یې د برخلیک په تړاو کوم غبرګون ونه ښووده، رسنیو ته به مراجعه وکړي.

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر کاروونکو د دغې قضیې په تړاو له غوسې ډک غبرګون ښوودلی او.د نوموړي د حیثیت اعادې او د وزیر له ګاردانو سره یې د قانوني چلند غوښتنه کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button