(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۹)
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې څلور په وسله وال بريد کې څلور هندي عسکر وژل شوي دي.
ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، دغه بريد نن د پلواما سيمې په پينګلان کلي کې شوی دی.
په پلوما کې څو ورځې مخکې په يوه سرتيري بريد کې له څلوېښتو زيات هندي عسکر ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.
هندي رسنيو د بريد پړه پر جېش محمد ډلې اچولې چې د پاکستان او هندوستان تر منځ سيمه کې وسله وال فعاليت کوي او وخت ناوخت د ځينو بریدونو مسئوليت هم په غاړه اخلي.
دغه راز په يوه بل خبر کې ويل شوي چې د پاکستان بلوچستان ایالت په پنجګور سيمه کې پر پاکستاني پوځ برید کې څلور عسکر وژل شوي دي.
سيمه ييزو چارواکو رسنيو ته ويلي، دغه بريد په ګوران سيمه کې شوی چې له ايران سره سرحد لري او برید کوونکي تښتېدلي دي.
تر اوسه د وروستي بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.


















