په هرات ولایت کې روغتیايي مسوولین وايي شري ناروغۍ د اخته شوو ماشومانو شمیر له ۴۰۰ څخه اوړي، د دغه شمیر څخه ۲۰ تنو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ده خو بل لورې ته ددې ولایت روغتیايي مسوولین وايي چې دغه شمیره به زیاتیدو ده .
په همدې حال كې د هرات د حوزوي روغتون د كتلوي معافيت برخې مسوول عبدالوحيد رحماني وايي، څلور مياشتې وړاندې په دغه ولايت كې د شري ضد واكسين د كمپاين په ترڅ كې له نهه مياشتنۍ تر ۱۰ كلنۍ پورې شاوخوا يو ميليون او ۱۰۰ زره ماشومان واكسين شول.
د رحماني په وينا، د شري ضد واكسين د كمپاينونو له لارې هڅه كېږي په راتلونكو درېيو كلونو كې په هرات كې دا ناروغي له منځه يووړل شي.


















