هلمند: مارجه کې امریکایي  ځانګړو ځواکونو چورلکه غورځول شوې

(کابل ټکی کام : سه شنبه، مرغومی ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل):

راپورونه وايي چې افغانستان کې په دوه جلا جلا پېښو کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو څخه یو شمېر وژل شوي او ژوبل دي خو کره شمېره يې تراوسه نه ده څرګنده شوې .

د رویټرز خبري اژانس د خبر په استناد هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ په سيپون سيمه کې نن سه شنبه  امريکايي ځانګړو ځواکونو يوه څرخي الوتکه راغورځول شوې ده .

د دغه آژانس په قول یوه طبي الوتکه هلمند د مارجې ولسوالۍ ته تللې وه چې خپلو ځواکونو ته مرستې ورسوي غورځول شوې ده، په دې اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي، چې دغه چورلکه غورځول شوې او که غورځېدلې ده .

له هلمند ولایت نه سرچینه د نوم نه ښودلوپه شرط وايي چې دغه الوتکه وغورځول شوه او سمدستي سیمې ته نورې امريکايي کومکي الوتکې راغلې .

سرچينه دغه راز زیاتوي چې دغه سیمه کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات روان دي او  دغه چورلکه د طالبانو په سیمه کې غورځېدلې ده او اوريې نه ده اخیستی او پر سر يې کومکي چورلکې ګرځي .

ویل کيږي چې دغه الوتکه د طالبانو د بريد په نتیجه کې غورځول شوې وي، خو تر دې دمه طالبانو رسما څه نه دي ويلي .

د پېښې په اړه نور جزئیات به وروسته پرلیکه شي.

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button