بېړنی خبر: وزیر اکبرخان کې درنه چاودنه وشوه او وروسته ډزې پیل شوې

(کابل ټکی کام : سه شنبه، مرغومی ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل):

پلازمینه کابل تر ټولوخوندي سیمه وزیر اکبرخان لسم سړک کې درنه چاودنه وشوه .

د سیمې خلک وايي چې د چاودنې اواز تر ډیره لرې اورېدل شوی، د لسم سړک شاوخوا د کورونو شېشې يې ماتې کړي.

دغه راز د سیمې خلک وايي چې اوس له چاودنې څو شيبې وروسته د سپکو وسلو ډزې اورېدل کيږي خو د بريد دقیق ځای نه ده مشخص چې پر کوم ځای بریدونه روان دي .

نور جزئیات را روان دي .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button