(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۹)
راپورونه وایي، د افغانستان او تاجیکستان هیواد ترمنځ د موټرو د ترانزیټ لار پرانیستل شوې ده.
د اسپونتیک اژانس د خبر له مخې، د تاجکستان هیواد د ملي امنیت له خوا د رودخانې پر سر د شمس الدین پُل چې دغه هیواد د افغانستان له شمال سره نښلوي، د دې اونۍ په وروستیو کې پرانیستل شوی دی.
دغه پل چې ۱۸۰ متره اوږدوالی لري او د اروپایي اتحادیې په مرسته رغول شوی او د تیرکال په اګست میاشت کې د تاجکستان له لوري په یوطرفه توګه وتړل شو.
سرچینې وایي، دغه لاره د افغان چارواکو د پرلپسې غوښتنو له امله د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده
د یادونې وړ ده چې دغه پل ۶ میاشتې وړاندې د قاچاقبرانو له ویرې د تاجکستاني ځواکونو لخوا وتړل شو.


















