د سعودي وليعهد محمد بن سلمان له سفر څخه د پاکستان هېواد لاسته راوړنې

ليکوال: غورځنګ

د روانې ميلادي مياشتې پر شپاړسمه نېټه پاکستان هېواد ته د سعودي وليعهد محمد بن سلمان خپل سفر اعلان کړی وو، وليعهد محمد بن سلمان که څه هم دغه سفر د دې لپاره تر سره کولو تر څو د نوموړي هېواد په پلازمېنه (اسلام اباد) کې د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه باندې په کېدونکې غونډه کې ګډون وکړي او د طالبانو له پلاوي سره په افغانستان کې د سولې پر راتلو بحث وکړي، خو د ملګرو ملتونو د امنيت شورای له لوري د طالبانو پر پلاوي باندې د لګېدلو نړيوالو تورونو له امله دغه غونډه لغوه اعلان شوه مګر وليعهد خپل سفر بيا هم تر سره کړ، چې د نوموړي دغه سفر د پاکستانيو چارواکو له لوري په ښه شکل بدرګه شوی دی.

د پاکستان خاورې د رسېدلو پر مهال د وليعهد ابن سلمان الوتکې ته څو پاکستانۍ الوتکې د دې لپاره پورته کړل شوې تر څو د نوموړي الوتکه په د مېلمستيا په بدرګه خپل نورخان نومي هوايي ميدان ته بوځي، همداشان د توپونو يو وويشت تشريفاتي ډزې ورته شوي دي، د دې تر څنګ د اسلام اباد د سرکونو پر غاړو د ابن سلمان عکسونه هم لګېدلي دي، په اسلام اباد کې د ابن سلمان د مېلمستيا لپاره د پاکستان لومړی وزير، د پوځ ستر جنرال جاوېد قمر باجوه او د دې هېواد نور لوړ پوړي چارواکي هم ولاړ وو، د ابن سلمان لپاره دومره ستر تشريفاتي ماحول جوړول دا ښي چې پاکستان او سعودي د سيمې د هېوادونو په کچه ښې او غوره اړيکې لري.

په خپل دغه سفر کې ابن سلمان د پاکستانيو چارواکو د بې شمېره غوښتنو په ځواب کې ويلي دي چې زه دلته يوازې د شهزاده او مېلمه په حيث نه بلکې د سفير په توګه هم راغلی يم! يعنې د پاکستان ټولو غوښتنو ته يې مثبت ځواب ووايه!

د ابن سلمان له دغه سفره پاکستان ډېرې لاسته راوړنې ودرلودلې، د تجارت په برخه کې د مختلفو ډالري پروژو په اړه ابن سلمان له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې او وعدې وکړې، دا رنګه په سعودي کې د هغو پاکستاني اتباعو په اړه چې د سعودي په زندانونو کې تر اوسه شپې او ورځې تېروي، هم ابن سلمان د نېکې رويې او ان د خلاصون وعده هم وکړه.

ابن سلمان د دې او دې ورته نورو وعدو تر څنګه له پاکستان د سعودي د اړيکو د لاښه کېدلو وعدې هم وکړې. چې دا ټولې د پاکستان هغه لاسته راوړنې دي چې له محمد ابن سلمان څخه يې دوی هيله کوله او د همدې لپاره يې ورته دومره ستر تشريفاتي ګاردان ورته درولي تر څو د عربو تېر پر ځان مين والی او غرور راوپاروي او د ځان لپاره يې په ګټه وکاروي.

چې دا خپله پاکستان ته تر ټولو لويې لاسته راوړنې دي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button