سرليکنه
په داسې حال کې چې د سولې خبرو ته ټول ملت په ډیرې امیدونو انتظار ویست او د ټولو خلکو د امیدونو غوټۍ په غوړیدو وې، د سولې پروسه ډیره په بریالیتوب سره روانه وه نو یواځې دا چې ملت یې د بریالیتوب انتظار ویستو بلکې د هیواد مخورو او د سیاسي ګوندونو سترو شخصیتونو هم په دې تمه شیبې شمارلې څو سیاسي سوله بریالۍ شي او په هیواد کې مو بهرنۍ مداخله پای ته ورسیږي، او افغانانان به له څلویښت کلنې ګډوډۍ وروسته د آرام ساه واخلي، سیاسي بنسټونه به مو غښتلي، نظامي ځواک به مو متحد او اقتصاد به په رغیدا او کړیدلی ملت به مو نور د هوساینې نوی ژوند پیل کړی.
خو په خورا تاسف سره چې ولسمشر د سولې د بهیر د مخنیوي په وړاندې ډول ډول حربو ته لاس واچاوه، په لومړي ځل یې هڅه وکړه څو د امریکا او طالبانو تر مینځ په مخامخ ناسته کې حضور پیدا کړي او دا پروسه سبوتاژ کړي.
په دوهم قدم کې یې بیا هڅه وکړه او د مسکو پر غونډه یې تونده لهجه وکاروله څو د ملت پام بلې خواته واړوي او ناسته غونډه بې اهمیته او احساساتي او د اجرائیوي قوت نه درلودونکی او تش د کاغذ پر مخ لیکنه وښیي.
په دریم قدم کې یې د امریکا ولسمشر ته د ملت نه په پټه او سري توګه یو داسې لیک واستاوه چې د محتوا خلاصه یې په دې څرخیده چې مونږ به لګښتونه راکم کړو خو امریکا دې خپل فوځونه نه باسي.
په څلورم قدم کې یې ملګرو متلونو ته عریضه او شکایت وکړ چې طالبان خو په تور لیست کې دي نو بیا ولې تر مسکو پورې سفر کوي، او په پنځم ځل یې تیره ورځ یو ځل بیا ملګرو ملتو ته شکایت وکړ چې د طالبانو د تور لیست نه په استفادې سره په اسلام کې د کیدونکې ناستې نه منع کړي، چې بالآخره همداسې وشول او دغه ناسته لغوه اعلان شوه.
تاریخ به د ولسمشر په دا ډول د سولې پر ضد قدمونو په اړه قضاوت وکړي، ځکه د ولسمشر د دې ډول اقداماتو نه په ډاګه شوه چې نوموړی سولې ته رښتینی نه دی او غواړي جګړې دوام دوام پیدا کړي، نه یې د خپلو خلکو په وژل کیدو، نه د هیواد په ویجاړۍ کومه پروا راځي، ملت نور پوه شوی دی او د سولې په وړاندې د ولسمشر دا ډول منفي دریځ نیول ملت ته نور د قبول وړ ځکه نه دی چې دا کړنې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دي.















