جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د اسلام آباد غونډه، ولي وځنډیده…؟!

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
فبروري 18, 2019
کټګوریانې: مقالې
0
طالبان

طالبان

113
ځلې شریک شوی
118
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نعمت میوند

د رواني میاشتې پر 18 نیټه په اسلام آباد کې د امریکايي او طالب پلاوي ترمنځ کیدونکې غونډه، یو ځل بیا لغوه اعلان شوه، تر دې وړاندي هم دوه ځله ورته کار شوی و. د تیري جنورۍ پر 9 مه او 10مه په قطر کې او بیا پر 18مه نیټه په اسلام آباد کې احتمالي غونډه وه چې لومړۍ هغه د امریکايي، او دویمه هغه د طالب پلاوي لخوا رد شوه. په ورته شکل د اسلام آباد دا ننۍ غونډه درېیم نوبت دی چې لغوه کیږي. خو دا چې تر شا یې ښکاره او پټ وجوهات څه کیدای شي؛ په لاندي پراګرافونو کې یې د را سپړلو هڅه کوو.

طالب ویاند، ذبیح الله مجاهد په خپله مختصره اعلامیه کې د اسلام آباد د ټاکل شوي غونډې د لغوه کیدو لامل تخنیکي ستونزه بولي، چې پړه یې هم پر جانب مقابل او ذیدخله اړخونو اچولې او ویلي یې دي چې د امریکا او ملګرو ملتونو له لوري د بندیزونو له امله پاکستان ته د دوی د مذاکرتي ټیم سفر له خنډونو سره مخ شو، له همدې امله دا غونډه جوړه نشوه، سره له دې چې د ده په وینا طالبانو پوره امادګي ورته نیولي وه. د امریکایي لوري لخوا تراوسه څه وضاحت نه دی ډاګیز شوی.

که دې ته وکتل شي چې دا په مذاکراتي پروسه کې یوه عادي چاره ده، مخکي هم ورته کارونه شوي، دا یې یوه آسانه توجیه کیدای شي. خو که دې ته وکتل شي چې هرځل داسي کار په یو نه یو ډول له پاکستان سره تړاو لري، دا ټکی ډېر سوالونه را پیدا کولای شي.

آیا رښتیا د غونډي ځنډیدل تخنیکي مسئله وه؟

زه فکر کوم، نه. دایي اصلي وجه نه وه، طالبانو ته به کیدای شي همدا ویل شوي وي خو تخنیکي مسئله پیدا کول او یا حل کول د امریکايي لوري لپاه ډېره آسانه چاره ده، په ابوظبۍ او نورو ځایونو کې هم دا ډول ستونزي وي، خو په ساعتونو کې حل شوي.

اصلاً دا غونډه د امریکايي لوري د نه دلچسپي له امله ځنډول شوي، هغوی قصداً دا غونډه له خنډ سره مخ کړه، ترلاسه شوي معلومات ښيی چې په 16م تاریخ په قطر کې د اسلام آباد د مجلس په رابطه یوه تخنیکي غونډه جوړه شوي وه، چې په هغه کې د قطر حکومت استاځی، امریکایي سفیر، ستانکزی، افغان سفارتکار او د پاکستان استاځی شامل وو، دوی د سفري آسانتیاوو پر لارو چارو غږیدل چې امریکايي سفیر وویل، ما ته تراوسه د لوړو مقاماتو لخوا د پاکستان د غونډي او یا هغه ته تلونکو طالبانو ته د آسانتیاوو برابرولو په اړه هیڅ نه دي ویل شوي. د دې مطلب دا شو چې د امریکا له وړاندي لا هیڅ اراده نه وه چې په اسلام آباد کې له طالبانو سره غونډه ولري.

دا هم کېدای شي چي د دې کار لومړۍ وجه په اسلام اباد کي له طالب لوري څخه د تېري جنوري میاشتې د 18 نیټې له احتمالي غونډې څخه د طالبانو د انکار غچ اخیستل و.

دویم دا هم لیری نه ده چي طالبانو دي قصداً داسي ګیم چلولی وي چي هم د پاکستان فشار کم کړي او هم پاکستان او امریکا سره لیری او له هغه ګډ دریځه او ګډ فشاره وغورځوي چي پر طالبانو یې کاروي، ځکه خو یې په بیساری ډول ډیر وختي لا مذاکراتي غونډه او د پاکستان له صدراعظم سره لیده کاته رسنیز کړل، او د مخالفینو عکس العملونه یې را وپارول.

دریم او آساسي ټکی زما په ګمان دا کیدای شي، چې نور امریکا پاکستان ته هغه کریډیټ ورکول نه غواړي چې مخکي یې په پلان کې کوم هدف و، څرنګه چې زلمي خلیلزاد د مذاکراتي پروسې له پیله له افغان حکومت سره په همغږي شکل کوشش کاوه چې طالبان په پاکستان پوري تړلي وځلوي، هرځل چې به یې له طالبانو سره د لیدلو اراده وه، تر هغه وړاندي به یې پاکستان ته سفر کاوه او ښه میډیایی کوریج به یې هم ورکاوه، ترڅو دا ثابته کړي چې د طالبانو سره خبري له پاکستانه پرته نشي کیدای. حتی په دې کار کې یې ټرمپ او د هغه اداره هم دې ته قانع کړي وه چې هم زیات فشار په پاکستان راوړي او هم زیات امتیازات پاکستان ته ومني.

مګر کله چې طالبانو پخپلواک ډول خپله مذاکراتي سلسله په کامیابۍ سره په نوره نړۍ کې جاري وساتله او په پاکستان کې لیدني یې څو ځله مسترد کړي؛ په دې سره یې د زلمي خلیلزاد هغه توقعات چې طالبان د پاکستان خلک ثابت کړي؛ ناکام کړل او خلیلزاد پخپل هدف کې بریالی نشو. نو اوس لیوالتیا نلري چې پاکستان ته نور کریډیټ ورکړي، ځکه یې په پاکستان کې له طالبانو سره ټاکل شوې غونډه په لاپرواهۍ سره لغوه کړه. چې دا یې پر پاکستان یو دروند ګذار بلل کیږي، ښایی چې له پاکستان سره په ناندریو واوړي.

یوې باخبره سرچیني دا هم ویلي دي چي امریکا په خپله هم تراوسه پوري د کابل ادارې د دې ادعا تر اثر لاندی وه چي طالبان د پاکستان خلک دی او پا کستان اغیز ور باندي لری نو ځکه یې پاکستان ته امتیاز ورکاوه چي طالبان قانع کړي اوس چي پوه شوه چي داسي نه ده نو یې له پاکستانه تمه هم وخته.

طالبانو نقصان وکړ که ګټه؟

که څه هم په پاکستان کې له امرکایی لوري سره د طالبانو ناستې پرطالبانو یو لړ سوالونه را پورته کړل چې ګویا طالبان پاکستان ته امتیاز ورکوي، او دا کار د کابل حکومت پلوي میډیا ډېر تبلیغ کړ، چې حتی په طالبانو کې یې هم په کښته کچه ځیني طالبان یا که ووایو هغه طالبان چي خپله قوي نظریه او درک نه لري او د طالب ضد فسبوکیانو له فوسټونو نه ژر تاثر اخلي؛ هم متاثره کړل، هغوی هم پرخپل مشرتابه اعتراضونه وکړل.

او ځیني هغو کسانو هم اعتراض وکړ چې طالبانو ته به یې مشورې ورکولي چې باید له نړیوالو او خپلو ګاونډیانو سره په روابطو کې اعتدال وساتي، نه دا چې د کابل د حکومت غوندي یوازي له امریکا سره روابط ساتي او نور یې شاوخوا ګاونډیان ټول له افغانستان سره په دښمنۍ کې اچولي؛ هغوی هم طالبان په دې کار ملامت ګڼل، ملا عبدالسلام ضعیف هم په خپل ټویټر داجمله ولیکله (( موږ خو په تاباندي ډیر حساب کاوه تاولي داسي وکړه؟ )) چی ډیری قلموالو ورسره بدرګه کړه او دایې د طالبانو نوي سیاسي مرستیال ملابرادر ته پیغام او پیغور وباله.

خو د طالبانو سرچیني وایی، څرنګه چې دوی خپل استقلالیت په تېر کې په اثبات رسولی، د مذاکراتو سلسله یې په نورو هیوادونو کې هم ترسره کړي؛ دا رنګه یې په پاکستان کې هم د غونډې پریکړه د خپلو ملي او تنظیمي مصالحو پرآساس کړي، یوه طالب چارواکي دا هم وویل چي موږ که د پاکستان اثر او زیردستي نه قبلوو نو دښمني کول هم نه ورسره غواړو، خپل مصالح پالو د دوی په وینا په دې برخه کې نقصان یوازي د کابل حکومت ته دی، چې د ویرې له امله یې ملګرو ملتونو ته شکایتونه هم وکړل او سوله ضد دریځ یې رسوا شو.

نو د شنونکو په ګمان طالبانو په دې کار سره پاکستان د یو ګاونډي په حیث هم خوشحاله کړ او هم یې له فشاره ځان خلاص کړ او په عین حال کې یې له امریکا سره په ناندريو واچاوه چې د غونډې په جوړیدا کې یې خنډونه ورته رامنځ ته کړل.

د دې ترڅنګ طالبانو په دې کار سره، امریکا، ملګري ملتونه، او د کابل اداره تر اخلاقي سوال لاندي راوستل چې ولي یې د مذاکراتو په لاره کې په ښکاره خنډ واچاوه، او دې ته یې اجازه ورنکړه، چې استاځي یې سفرونه وکړای شي. د دې خو ښکاره مطلب دا دی چې دوی د سوله ایزي پروسې مخالفت کوي.

زما په فکر د غونډي لغوه کېدو په مطبوعاتي ډګر کي طالبانو ته تاوان وکړ او ممکن د دوی ناخبره پلویان به یي مایوسه کړي هم وي خو په حقیقت کي طالبانو هیڅ هم له لاسه نه دي ورکړي، څه چي یې له لاسه ورکړل یا یې حیثیت او اړیکي خراب شول نو هغه پاکستان دی چي واقعا یې نقصان وشو.

د طالبانو له اړخه ستونزې؟

لکه مخکي چې مو ورته اشاره وکړه، چې په پاکستان کې له غونډې سره په طالبانو کې هم ځینو کسانو مخالفت درلود، خو څرنګه چې په طالبانو کې د مشرتابه اطاعت یو آساسي اصل دی چې هیڅوک یې په مخالفت کې د جرأت حق ځان ته نه ورکوي، له همدې امله یې چاري ډېر په بریالیتوب سره پر مخ رواني وي.

داسي ګنګوسي خپري شوي چې په اسلام آباد کې له جوړیدونکي غونډې سره په طالبانو کې هم مخالفتونه را پورته شوي، خو په علني شکل یي څرک ونه موندل شو.

پر ټولنیزو رسنیو خلکو ولیکل چي د مذاکراتي ټیم ځینو غړو پاکستان ته له تګ نه نټه کړي، د کابل حکومت اړوند میډیایی خلکو هم دې خبري ته ډېر کوریج ورکړ او په تبلیغاتي بڼه یې د هغه ښه استقبال وکړ، دا چې دا به څومره پر واقعیت ولاړه خبره وي؛ وروسته به ثابته شي.

پای ……………!

2019 – 2 – 18

نعمت میوند

لوی ټکي: اسلام آباد غونډهنعمت میوند
مخکینې مطلب

د امنيت شورای لخوا (د پاکستان او طالبانو تر منځ) پر مذاکراتو بنديز طالبانو ته په ګټه دی

بل مطلب

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان له سفر څخه د پاکستان هېواد لاسته راوړنې

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com