باميان: د ښوونکو ميليونونه افغانۍ معاش حيف و ميل شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۳۰)
د باميان ولايت ښوونکي وايي، چې د اړوند ادارو مسؤوولينو له خوا يې ميليونونه افغانۍ معاش حيف و ميل شوی دی.
دوی وايي، په تيرو شپږو کلونو کې درې ځلې ارزونه شوې او درې واره د بستونو لوړوالی راغلی چې هر ښوونکي لپاره د امتيازي پيسو له ۴۵-۵۰ زره افغانيو پورې جوړېږي خو د دغه ولايت د معارف مسوولينو هر ښوونکي ته يوازې له شپږو تر ات زرو افغانۍ ورکړي او پاتې امتيازي پيسې حيف و ميل شوي دي.
يو تن ښوونکی محمد سرور وايي، په دغه موده کې زما حق و چې پنځوس زره افغانۍ امتيازي پيسې راکړل شي خو يوازې شپږ زره افغانۍ راکړل شوي زياتوي د یکه ولنګ ولسوالۍ امتيازي پيسې د مستوفيت، د باميان معارف رياست او د دغه ولسوالۍ د معارف مدير له خوا حيف و ميل شوي دي.
د نوموړي په وينا، یوازې په یکه ولنګ کې د څلور سوه ښوونکو معاشونه حيف و ميل شوي او دغه راز د پنجاب، ورس او د دغه ولايت سلګونه ښوونکي له امتيازو پيسو بې برخې شوي دي.
دوی وايي، د باميان د معارف رياست او د ولسواليو معارف مديران په خپله ګټه کار کوي او د ښوونکو په امتيازي پيسو يې تجارتونه پيل کړي هغوی ته خپل حق نه ورکوي.
د باميان د معارف رئیس ایوب آرین هم مني چې ښوونکو د خپلو معاشونو د حيف و ميل کېدو په اړه شکايتونه کړي په وينا يې د هغوی خبره يې اورېدل شوې او د ستونزې د حل لپاره يو پلاوی ټاکل شوی دی.



