وحيد مژده: د امريکا او طالبانو راتلونکې غونډه کې ښايي د امريکايي عسکرو د وتلو پريکړه وشي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۳۰)
د سياسي چارو کارپوه، شنونکی او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پخوانی کارکوونکی وحيد مژده وايي، ښايي د طالبانو او امريکايانو تر منځ په راتونکې غونډه کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو پريکړه وشي.
نوموړي دغه څرګندونې د ايران مهر نيوز سره په مرکه کې کړي په وينا يې د فبرورۍ په ۲۵ په قطر کې د طالبانو او امريکايانو په راتلونکی پړاو مذاکراتو کې د خبرو مهمه اجنډا له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه ده.
وحيد مژده وايي، امريکايانو طالبانو ته ويلي چې د هغه راپورونو او اوازو په اړه جدي نه شي چې ګواګې امریکايان له افغانستانه د وتلو په اړه ټکني دي بلکې جدي تصميم لري چې له دغه هېواده خپل ځواکونه اوباسي.
دغه راز مژده ويلي، د مسکو په ناسته کې د طالبانو، افغان سياستوالو او پخوانيو چارواکو تر منځ په خبرو کې هم په دې موافقه شوې چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو حضور د هېواد سوله او امنيت له خطر سره مخ کوي او ټول بهرنيان بايد افغانستان پرېږدي او خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
ټاکل شوې ده، چې د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ د افغانستان ستونزې د حل په موخه راتلونکې پړاو غونډه د قطر په دوحه کې د فبرورۍ په ۲۵ نيټه ترسره شي.



