پاکستان ته د محمد بن سلمان سفر له ځانه سره څه درلودل؟

څارنوال عبید حشمت —

د سعودي ولي العهد محمد بن سلمان نن دوشنبه امر وکړ څو هغه 2107 پاکستانیان چې په سعودی کې بندیان دي سملاسي خوشې شي، دا خبر د پاکستان د لومړي وزير عمران خان دفتر د ټویټر له لارې خپور کړی.

ویل کیږي چې دا اقدام د عمران خان په غوښتنه ترسره شوی دی هغه غوښتنه کړې وه چې د سعودی په مختلفو زندانونو کې نږدې درې زره پاکستانیان بندیان دي د دوی په اړه دې له سره کتنه وشی.

عمران خان له بن سلمان سره په لیدنه کې چې له اسلام اباد نه په لیدنه بوخت و ویلي دي چی دا درې زره کسان په سعودي کې د دوه نیم ملیونه پاکستانیانو یوه برخه ده چې په سعودی کې خدمت کوي.

سعودي او پاکستان دوه تړونونه او پنځه موافقې لاسلیک کړې چې د ساینس او سپورت په اړه به مرسته وکړي او د نفتو او معادنو او بدیل ځواک په اړه یو له بل سره مرسته او ملاتړ کوي.

د سعودي ولي عهد د پاکستان پلازمینې ته د یوه ستر هیئت سره یو ځای ورسید چې په تعقیب به یې هند او چین ته هم سفر کوي.

محمد بن سلمان غوښتل څو مالیزیا او اندونیزیا ته هم سفر وکړي خو دا سفر یې فعلا په ناڅاپي توګه معطل کړ.

د پاکستان مختلف ښارونه د ولي العهد د لیدنې پر خلاف د خلکو د لاریونونو شاهد و، لاریون کوونکو محمد بن سلمان تورن کړ چې د یمن په جګړه کې یې بی ګناه خلک وژلي دي، لاریون کوونکو د محمد بن سلمان پر ضد شعارونه ورکول او ویل یی چې زمونږ له هیواد نه لیدنه مه کوه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button