ننګرهار: د چاپې پر مهال ۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۳۰)

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوږياڼو ولسوالۍ مربوط په وزير ټټنګ سيمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې نهه طالبان وژل شوي دي.

د رسنيو دفتر خبرپاڼه ليکي، په دغه عملياتو کې د طالبانو يو مرکز له منځه وړل شوی او نهه وسله وال طالبان وژل شوي.

خو طالبان او ځايي اوسېدونکي وايي، دغه عمليات د وزيرټټنګ په مياګانو کلي کې شوي چې ځانګړو ځواکونو د ملکي خلکو د کورونو دروازه په بمونو الوزولي، د خلکو قيمتي مالونه او پیسې يې له ځان سره وړي او ځينې کورونه يې ويجاړ کړي هم دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکی تواب خان وايي، د چاپې عسکرو درې تنه عام کليوال شهيدان کړي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

د په داسې حال کې ده، چې تيره شپه د ځانګړو، ګډو ځواکونو په عملياتو کې د کاپيسا په تګاب او د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې هم ملکي وګړو ته ګڼ مالي زيانونه اوښتي دي.

طالبانو د دغه چاپو او شپنيو عملياتو په اړه په يوه خبرپاڼه کې ويلي: ” د عامو خلکو په حریمونو تجاوز او په دینې مراکز برید د امریکايي اشغالګرو له دین او هیواد سره ژوره دښمني په ډاګه کوي او هغوی چې په دغه راز جنایاتو کې همکاري ورسره لري په هيڅ معنا هم د دې ویاړلي ملت او هیواد ساتونکي نه نشي بلل کیدای؛ بلکې ملي خائنین او جنایت کاران دي چې باید په لازم وخت کې حساب کتاب ورسره وشي.”.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button