د جنسي فساد نه وروسته د فوټبال فدراسیون نوی مشر او سکرتر جنرال معرفي شول

د نړۍ فوتبال فدراسیون( فیفا) په خپل سایت کې د افغانستان د فوتبال فدراسیون د رییس او سکرتر جنرال په توګه د یوسف کارګر او فاضل شهاب نومونه وړاندې کړي دي.

دمګړۍ د افغانستان فوتبال فدراسیون د رییس کرام الدین کریم دنده د فوتبال د ښځینه لوبډلې د جنسي  فساد او ځورونې پر لامل د فیفا له لوري درې میاشتو لپاره ځنډول شوی ده.

دا په داسې حال کې ده، چې لویې څارنوالۍ د دغه فدراسیون د پېنځه غړيو هر یو رییس کرام الدین کریم، سکرتر جنرال علی رضا آغازاده، فني مرستیال یوسف کارګر او دوه نورو غړیو دندې وځنډولې؛ خو د یوسف کارګر د دندې ځنډیدو حکم درې اوونۍ مخکې د دې لپاره لیرې شو، چې د فوتبال فدراسیون سرپرستي ورته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button