(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۳۰)
د کورنیو چارو نوي وزیر مسعود اندرابي پولیسو ته امرکړی چې له طالبانو سره تر ټولو سخت چلند غوره کړي او هر ځای یې چې موقع لیده؛ برید دې پرې کوي.
اندرابي طالبانو ته د ترهګرو نوم ورکړی او زیاته کړې یې ده چې “د ترورېستانو (طالبانو) خولې ته وسپنیز ګوزار ورکړئ او هېڅ ترهګر د جنګ په میدان کې ژوندی پرېنږدئ.”
نوموړي پولیسو ته د تهاجمي حالت د خپلولو امر هم کړی او دغه راز یې ورته لارښوونه کړې چې پر مخالفینو دې رحم نه کوي.
نوموړی داسې مهال دا ګواښوونکې خبرې او له دښمنۍ ډک الفاظ کاروي، چې تازه طالبانو له افغان سیاسي مشرانو او امریکایي چارواکو سره خبرې اترې پیل کړې او تمه ده چې په دغو مذاکراتو کې به د بهرنیو ځواکونو د ایستلو مهالویش هم ابلاغ شي.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې د دفاع وزیر اسدالله خالد هم طالبانو ته ورته ګواښوونکي اخطارونه ورکړي و، چې طالبانو یې په غبرګون کې په میدان وردګو او فاریاب کې افغان امنیتي ځواکونو ته دروند ځاني او مالي زیان ور واړاوو.
شنونکي وایي، د حکومت ګواښوونکې خبرې ملکي افغانانو ته دي او کله هم چې د جګړې په ډګر کې له بایلات سره مخ شي، بیا نو ورته ګواښونو ته مخه کوي او پر ولسي خلکو بمبارۍ او شپنۍ چاپې زیاتوي


















