(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۳۰)
د هوا پیژندنې اداره وایي، د چهارشنبې او پنجشنبې پر ورځ به د هیواد په یو شمیر ولایاتو کې پراخ بارانونه او واورې ووریږي.
دغه اداره وایي، امکان لري، سبا په هرات، کندهار، زابل، پکتیکا، خوست، پکتیا، بغلان، لوگر، ارزگان، کنړ، لغمان، کاپیسا، کابل، میدان وردګ، بامیان، پنجشیر، غزني، پروان او ننگرهار کې اورښتونه دوام وکړي.
دغه راز ښایي د دایکندی، سمنگان، کندز، تخار، بدخشان او فراه په ځینو سیمو او سالنګونو کې هم دا لړۍ روانه وي.
د هوا پیژندنې اداره وایي د اورښتونو کچه به له ۱۵ تر ۳۰ ملي متره وي او په مرکزي سیمو کې ښایي دا کچه له شلو تر ۳۰ پورې لوړه شي.
سږنیو اورښتونو ته افغانان زیات خوښ دي او ښایي د وچکالۍ کچه په کې ختمه یا هم تر ډیره کمه شي.