تازه ګواښوونه: ایران پاکستان او پاکستان بیا هند ته خبرداری ورکړی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۳۰)
د ایران په سیستان او د هند په کشمیر کې تر بریدونو وروسته پر پاکستان د دواړو هیوادونو تورونه او فشارونه په بیساري ډول زیات شوي دي.
وروسته تر هغه چې ایران د سیستان آیالت د برید تور (چې د سپاه پاسداران ۲۷ ځواکونه په کې ووژل شول) پر پاکستان ولګاوو چې ګواکې د دوی لخوا ورته وسلوالو مخه ورکړې؛ تازه د ایران د سپاه پاسدران ډلې د ځمکنیو ځواکونو مشر محمد پاکپور د هغه بریدګر چې دغه برید یې ترسره کړی وو، هویت په ډاګه کړی دی .
جنرال ویلي، بریدګر کس حافظ محمد علي نومیده او په دې تړاو دوه پاکستاني وګړي هم نیول شوي دي.
نوموړی زیاتوي، لومړني شواهد د یوې ښځې نیولو سره برابر شول او وروسته نور کسان وپېژندل او ونیول.
“دې ډلې ډېر مهمات او تجهیزات برابر کړي وو او هوډ یې درلود د دلوې په ۲۲ د اسلامي انقلاب د کلیزې په ورځ برید وکړي خو بریالۍ نه شوه”.
د دغه برید پړه جیش العدل ډلې منلې وه؛ ایران ادعا کوي چې دغه ډله په پاکستان کې فعالیت لري.
بلخوا پاکستان د هند تر ګواښوونکو پیغامونو وروسته د ځوابي برید خبرداری ورکړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، که هند د دې حملې په تړاو چې ادعا کیږي د پاکستان په مرسته ترسره شوې، کوم ثبوت لري وړاندې دې کړي او که نه وي، نو له بې بنسټه تورونو دې منصرف شي.
عمران خان ویلي، که هند هر ډول پوځي ګام پورته کړي ځواب به یې ورکړي.
د یادونې وړ ړه چې د تیرې پنجشنبې پر ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر د دیپلوما سیمه کې د نیمه هندي پوځیانو پر کاروان موټر بم برید وشوچې پکې ۴۴ تنه پوځیان ووژل شول.
د برید پړه د جیش محمد ډلې منلې چې ګمان کیږي په پاکستان کې فعالیت لري.
د هند لومړي وزیر ویلي وو چې د برید تر شا د پاکستان لاس دی او په وینا یې چې پاکستان ستره تېروتنه کړې او ددې تېروتنې دروند پور به پرې کړي



