(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۳۰)
په داسې حال کې چې افغان او امریکایي ځواکونو خپلو بمباریو او شپنیو عملیاتو ته په بیساري ډول زور ورکړی، طالبان یې هم پر وړاندې کرار نه دي ناست او ورځ تر بلې د هیواد په مختلفو ولایاتو کې پر ګډوځواکونو بریدونه ترسره کوي او مراکز یې نیسي.
د جوزجان ولایت ځایي چارواکي وایي، نږدې ټولې ولسوالۍ یې د طالبانو له خوا ترمحاصرې لاندې دي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس بابر ایشجي وایي، زیاته موده کیږي چې طالبانو د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو “منگجیک، مُردیان، قرقین، خماب، درزاب او قوش تپې) لارې د دولتي ځواکونو او دولتي چارواکو پر مخ تړلې دي.
نوموړی زیاتوي، د خمآب ولسوالۍ کې له یوې تپې پرته نورې ټولې سیمې آن د ولسوالۍ د مقر او حکومتي ودانیو په ګډون، د طالبانو تر واک لاندې دي او په ۵ نورو ولسوالیو کې هم دولتي عسکر د نشت برابر دي او یواځې د ولسوالیو د ودانیو ساتنه او څارنه کوي.
ایشجي زیاتوي، د دغه ولایت دخانقاه، فیض آباد، آقچه او خواجه دوکوه ولسوالۍ بیا تر ټولو زیاتې امنې دي ځکه دبلخ- فاریاب پر لویه لار موقعیت لري.
نوموړي د دغو ولسوالیو د ښه امنیت د څرنګوالي په تړاو وایي چې دغو ولسوالیو ته حکومتي کارمندان ورتلای شي، که څه هم د ولسوالۍ له مقر پرته یې نورې سیمې د طالبانو تر واک لاندې راغلې دي.
ایشجي وایي، د قرقین ولسوالۍ د امنیې قوماندان فلج شوی او د لارو د تړل کیدو له امله تر اوسه له دې ولسوالۍڅخه په راوتلو نه دی توانیدلی.
.