مسوولين: په شمال زون کې۲۵۰۰ غير قانوني وسله والې ډلې فعاليت کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱)

په شمال زون کې د ډاياګ پروګرام مسوولين وايي، په یاده سيمه کې ۲۵۰۰ غير قانونه وسله والې ډلې فعاليت کوي چې په ورانکاريو او د خلکو په زورولو بوختې دي.

په شمال کې د ډاياګ مشر جنرال عبدالمنان عابد وايي، په لومړيو کې په شمال کې پنځه سوه غير قانوني وسله والې ډلې وې خو د وخت په تيرېدو يې شمير دوه نيم زره ته رسېدلی دی.

د جنرال عابد په وينا، که څه هم د طالبانو او داعش وسله وال معلوم دي چې دولتي عسکر ورسره په جګړه بوخت دي خو ” غير قانوني وسله وال هغه افراد دي چې زموږ په کليو، ښارونو او کوڅو کې په ازادانه ډول ګرځي راګرځي او خلک ځوروي”.

نوموړی وايي، په شمال کې دغه ناقانونه وسله وال تر ډيره د سياسي احزابو پورې تړلي او ځينې سياسي کړۍ او اشخاص ترې ملاتړ کوي په وينا يې که څه هم له ځينو مجرمينو څخه وسلې ټولې شوي خو زياتوي د دغه وسلو ټولول له امنيت سره هيڅ مرسته نه کوي څو د وسله والو ګروپونو فعاليت له یوې مخې ختم نه شي.

د قومندان عابد په خبره، دغه ناقانونه وسله وال تر عامه نظم په خرابوالي کې خطرناک او د هغوی فعاليت په نا امنیو مستقيم اثر کوي.

په شمال او د هېواد په ځينو سيمو کې ناقانونه وسله وال چې د سياسي احزابو او پخوانيو جهادي قومندانانو له خوا يې ملاتړ او مرسته کېږي تر ډيره د عامو خلکو په زورولو، لويو لارو کې پر غلاوو، اختطافونو او قاچاق هم تورنېږي چې وخت ناوخت پرې راپورونه ورکول شوي دي.

که څه هم د ملي يووالي حکومت په وروستيو کې د ځينو ناقانونه وسله والو قومندانانو د نيولو خبر ورکړ خو د شنونکو په باور نيول شوي قومندانان بغير له دې چې قانون پرې تطبيق او يا په بشپړه توګه بې وسلې شي د خپلو ملاتړ کوونکو مشرانو له خوا خوشې شول چې په باور يې دغه ډول نيونې هم د سياسي اشخاصو تر منځ د ستونزو او جوړجاړي برخه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button