داوودزی: امریکایان به تر افغان سولې وروسته وځي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۱)

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داودزي نن یوې غونډې ته په وینا کې وویل، که څه هم د طالبانو سره کرښه د امریکایي قواوو بشپړ وتل دي، خو په وینا یې چې امریکایي پوځیان به هغه مهال له هیواد څخه وځي چې په افغانستان کې بشپړ ټیکاو نه وي ټینګ شوی.
داودزي زیاته کړه، په پام کې ده چې لویه مشورتي جرګه د روانې کب میاشتې په ۲۶ جوړه شي چې درۍ ورځې به دوام وکړي او د اړتیا پر مهال به نوره هم وغځول شي.
نوموړي د جرګې د جوړښت په تړاو وویل چې ۳۰ سلنه به یې میرمنې تشکیلوي او په وینا یې چې د جرګې د جوړولو کمېسیون به د سیاسي حزبونو، مدني ټولنو او مېرمنو په ګډون ۵۰ غړي ولري

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button