(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۱)
د خوراک نړیواله اداره یا ډبلیو ایف پي وايي په افغانستان کې تیرکال چې دوی کوم تخمین کړی وو، تر هغې کچې د وچکالۍ کچه زیاته وه او دوی د مرستو په رسولو کې له ستونزو او پاتې راتلو سره مخ کړي دي.
دغه اداره وایي، د مشکلاتو سربیره یې بیا هم تیر میلادي کال کې له ۵ میلیونو زیاتو افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې برابرې کړي.
د دغې ادارې رئیس رئیس “ زالتن میلېسیچ“ وایي په تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په ۲۲ ولایتونو کې وچکالۍ د خلکو ژوند د ستونزو سره مخ کړی وو.
ډبلیو ایف پي وایي د جاپان هیواد د افغانستان له وچکالي ځپلو سره د ۱۳ میلیونه ډالره مرسته کړې چې دوی هڅه کوي اړمنو کسانو ته یې ورسوي.
د افغانستان دطبیعي پېښو سره د مبارزې د دولت وزارت مرستیال محمد قسیم حیدری د جاپان دا مرسته پر ځای او اړینه بولي او زیاتوي ، دغه مرستې به د ژمي د پای په ورځو کې د مرستې رسولو چارې پیاوړي کړي


















